د رضاکاره کیدو لپاره لاندې فورم ډک کړئ


اوریـــــــــدل


آسانتیا برابرول


مـــلاتـــړکـول


بي بي ګل غني

غـوږ نـیـــول

آسانتیا برابرول

مـــلاتـــړکـول

بي بي ګل غني

د پوهاوي کمپاین



د هېواد د لومړۍ مېرمنې دفتر په هېواد کې له بېسوادۍ سره د مبارزې لپاره په دواړو ملي ژبو د سواد‌زده کړې درې زره جلده کتابونه او یو شمیر قرطاسې، د پوهنې وزارت د سواد‌ زده‌کړو معینیت سره مرسته وکړه.

د لومړۍ مېرمنې دفتر د زرو کسانو لپاره د سواد زده‌کړې درسي موادو مرسته وکړه

Rula (Bibi Gul) Ghani

رولا (بي بي ګل) غني

د افغانستان اسلامي جمهوریت لمړۍ میرمن

رولا (بي بي ګل) غني

د افغانستان اسلامي جمهوریت لمړۍ میرمن


د افغانستان د اسلامي جمهوریت لمړۍ میرمن په لبنان هیواد کښې زیږیدلې ده. خپل پوهنتون یې په کال ۱۹۶۹ کښې د پاریس ښار په I’Institut d’Etudes Politiques پوهنتون کښې پاي ته رسولی. وروسته بیا په ۱۹۷۴ کال کښې د بیروت امرکایې پوهنتون څخه د سیاسې علومو په برخه کښې یوه ماسټري او بله ماسټري یې د نیویارک ښار د کولمبیا پوهنتون څخه په ۱۹۸۳ کال کښې د ژورنالیزم په برخه کښې لاسه ته راوړې.
آغلې رولا غني خپل خاوند ولسمشر غني سره د بیروت په امریکايې پوهنتون کښې ولیدل او د ۱۹۷۵ کال د مارچ په میاشت کښې یې واده وکړ. د واده ثمره یې یوه لور مریم او یو ځوی طارق دی.
مخکښې د دوئ له راستنیدو افغانستان ته په ۲۰۰۲ کال کښې، آغلې بي بي ګل د ځینو دندو تر څنګ خپل وخت د خپلې کورنۍ د هوساینې په لاره کښې وقف کړی وه او همدارنګه د نړیوال بانک کورنې شبکې سره (د نړیوال بانک د کارمندانو د کورنیو ضروریاتو څیړونکې اداره کښې) د رضا کارې په توګه کار کړی دی.
کله چې افغانستان ته راستنه شوه د کابل ټولنیزو ستنزو پوهیدلو ته لیواله شوه او خپله پاملرنه یې آشیانې ته واړوله چې د کابل د سړکونو بې وزلې ماشومانو لپاره یوه بې ګټې مرستندویه موسسه ده.
کله چې د ۲۰۱۴ کال د سپتامبر په میاشت کښې د هغې خاوند د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر په توګه وټاکل شو، هغې د هیواد د لمړۍ میرمنې دنده په غاړه واخیسته. د همکارانو د یو کوچني تیم په درلودلو سره غواړي چې یوه مثبته ټولنه رامنځته کړې چیرې چې د افغانستان هر وګړی خپله پیاوړتیا لاس ته راوړې او د هیواد د پرمختګ په لاره کښې فعاله ونډه ولرې.

وروستۍ ویناوې او مرکې


ځوانان - د افغانستان راتلونکی


"دا ستاسو نړۍ ده، جوړه یې کړې که نه بل څوک به یې جوړه کړي."

بي بي ګل، د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر د میاشتي ۸ نیټه

 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 



لمړۍ میرمنه هیله منده ده چې د افغانستان راتلونکی نسل به د افغانستان د بیارغونې لپاره نوې ځواک منځ ته راوړي. لمړۍ میرمنه له خپل کاري ټیم سره یوځای هڅې کوي ترڅو د دي هیواد ځوانانو ته هغه آسانتیاوي برابرې کړي ترڅو هغوئ پیاوړي شي او له همدي لاري د خپل هیواد پر وړاندي خپلې مسؤلیتونه ترسره کړې. د لمړۍ میرمنې د پام وړ ټکي په لاندي ډول دي:

  • زده کړه د ټولنې هر وګړي لپاره (د لمړنې ښوونځیو په ګډون چې په اړینه کچه زدکړي ترسره کړي)
  • مسلکي زده کړې (اداري او کسب ګر کارمندان)
  • په ښوونځیو او پوهنتونونو کښې د زده کړې د سیستم ښه والی
  • دودیز او ورزشي فعالیتونه
  • مدني او رضاکارانه کارونه/ د چاپیریال ساتنه
  • د علمي لاسته راوړنو نمانځل؛ د بورسونو په هکله معلومات
  • د فارغ التحصیلانو د ټولنې ملاتړ کول او د هغوئ تر منځ اړیکې جوړل
  • هیواد ته د بیرته راستانه شوي ځوانانو ښه راغلاست
  • زده کړه د ټولنې هر وګړي لپاره (د لمړنې ښوونځیو په ګډون چې په اړینه کچه زدکړي ترسره کړي)
  • مسلکي زده کړې (اداري او کسب ګر کارمندان)
  • په ښوونځیو او پوهنتونونو کښې د زده کړې د سیستم ښه والی
  • دودیز او ورزشي فعالیتونه
  • مدني او رضاکارانه کارونه/ د چاپیریال ساتنه
  • د علمي لاسته راوړنو نمانځل؛ د بورسونو په هکله معلومات
  • د فارغ التحصیلانو د ټولنې ملاتړ کول او د هغوئ تر منځ اړیکې جوړل
  • هیواد ته د بیرته راستانه شوي ځوانانو ښه راغلاست

د بورسونو په هکله معلومات

افغانی دود او عنعنې


د څو لسیزو جګړو له امله په افغانستان کښې د دودونو او عنعنو د لیږد لړئ راتلونکي نسلونو ته له منځه تللې ده. د افغانستان ځوان نسلونه په کډوالئ کښې لوی شول او کورنۍ یې په ورځنې ژوند بوختې وې چې په دي توګه کښې ټولنیز، دودیز او عنعنوې کړې د ټولنې څخه له منځه ولاړې. په دي پاڼه کښې مونږ د افغانستان پخواني دودونه او عنعنې، کیسې او اوسنئ ستونزې خپروو چې د پخوانې دود په راژوندي کولو سره دا ستونزې پرې حل کړو. تاسو هم کولاې شئ چې خپلې کیسې مونږ سره شریکې کړئ. info@firstlady.gov.af

په تدارکاتي بهیر کې د فساد له منځه وړل 2017-11-04

لیکوال: جمهوررئیس محمد اشرف غني ‌‌دا لیکنه «د فساد پر ضد ـ د لیکنو ټولګه» کتاب یوه برخه ده، چې د فساد ضد مبارزې په موضوع د کریسټین لاګارډ له لوري ترتیب شوی دی. په دې کتاب کې د مختلفو هېوادونو د ۱۵ سیاستوالو، فعالانو، خبریالانو او علمي شخصیتونو مقالې راټولې شوې دي. پېژندنه اخلاقي انزجار (غوسه او قهر)، چې ډېری خلک یې د فساد له امله احساسوي، هغه ورانی چې دا پدیده یې رامنځته کوي او همدا راز د هغه خپرېدونکی ماهیت، زموږ له سترګو پټ پاتې کېږي. دا اړینه ده، چې پوه شوو د ځینو هېوادونو د عامه حکومتوالۍ په یوه کارېدونکي سیستم کې، فساد انحراف بلل کېږي. فساد د یوه سیستم جز یا یوه برخه ده، چې د حکومتونو د پاشلي ماهیت پر مټ غښتلی کېږي او د ملي انکشاف په برخه کې د پام وړ زیانونو اړولو لامل ګرځي. په اغېزناک ډول د فساد له منځه وړو لپاره، موږ باید هغه سیستماتیک محرکونه وپېژنو، چې د فساد د غښتلتیا او دوام لامل کېږي. دا مقاله ښیي، چې فساد په حقیقت کې د فردي او بنسټیزو مسوولیتونو نه منل دي، چې دولتي چارواکي ته اجازه ورکوي، څو د عامه سرچینو د کارونې هدف منحرف کړي. د افغانستان په څېر هېواد کې، که چېرې عمده ستونزه د مسوولیتونو نه منل وي، باید ددې ستونزې له منځه وړو لپاره، چې د اصلاحاتي مراجعو په توګه په حکومتي بنسټونو کې موجوده پاشلتیا ده، لازم اقدامات ترسره شي. هغه اصلاحات چې تر سیستم بهر عملي کېږي، کولای شي تر یوې کچې پرمختګ رامنځته کړي؛ خو پاشلتیا په دې معنی ده، چې دغه اصلاحات به تل لنډ مهالي او نیمګړي وي. په یوه پاشلي نظام کې یوازې یوه قوي، ملي او سیاسي رهبري کولای شي له ریښې له فساد سره مبارزه وکړي؛ ځکه یوازې لوړ پوړې سیاسي رهبري کولای شي پر وزارتونو او نورو اړوندو برخو، چې فساد په کې ترسره کېږي څار وکړي، څو د اصلاحاتو لپاره یوه اغېزناکه اجنډا رامنځته شي. د خپلې قوي ژمنتیا ښودو لپاره د مثبتو اقداماتو په ترسره کولو، ان پاشلي نظامونه هم کولای شي له کورنیو او بهرنیو اصلاح غوښتونکو سره ائتلافونه رامنځته کړي، خو باید یو څوک وي، چې دا دروازه پرانېزي. د ځواب ویلو طبقه‌بندي کوم هېوادونه، چې له اداري فساد سره د مبارزې د ټیټو معیارونو په لېست کې ځای لري، هغه هېوادونه دي، چې په ځلونو د دولت د ځواب ویلو په برخه کې د ژورو پاشلو نظامونو په توګه پېژندل شوي دي. په دغسې هېوادونو کې، حکومتي نظامونه، چې باید د فساد مخه ونیسي، پخپله د فساد د غښتلتیا لامل ګرځي (د سولې لپاره پانګه ۲۰۱۳). په دې کې، بنسټیز فعالیتونه لکه تدارکات، مالي مدیریت، تفتیش، عدلي او قضایي فعالیتونه شامل دي. که چېرې په دغو پاشلو ادارو کې د فساد سیستماتیک ماهیت ونه پېژندل شي، اصلاحات به له وخت ضایع کولو زیات څه نه وي. له فساد سره د مبارزې عملیاتي پلانونو برابرولو په برخه کې د ډونرانو تخنیکي مرسته شته؛ خو وزارتونه هغه نه عملي کوي. د فساد ضد مبارزې کمېسیونونه جوړېږي، خو له غږ پرته بېرته منحل کېږي. په لومړیو کې اصلاح غوښتونکو هېوادونو ته روزنیز سفرونه د هیجان او لېوالتیا لامل ګرځي؛ خو ورو، ورو له یاده اېستل کېږي. د دغو کړنو هېڅ یو یې د بنسټیز شوي فساد اساسي ستونزه په جدي ډول نه راکموي؛ دا ځکه چې داسې تصور شته، چې کولای شو د نښو او اغېزو ځپلو له لارې له فساد سره مبارزه وکړو؛ چې بالاخره د تشکیلاتي محرکات ستونزو ته په رسېدنه کې نه بریالي کېږو. که څه هم یو شمېر دولتي ادارې واقعاً د اصلاحاتو راوستو ته ژمنې دي؛ خو ډېری دغه ادارې ددې پر ځای چې په واقعي توګه د فساد پر ضد مبارزه کې عملي پرمختګونه ولري، نمایشي چلند کوي. د بدلونونو د امکان څرنګوالي درک لپاره، هغه ستراتیژۍ څېړو، چې په افغانستان کې د فساد ضد مبارزې لپاره عملي کېږي. په پاشلو ځواب ویوونکو نظامونو کې د فساد اصلاح: د افغانستان قضیه افغانستان له هر اړخه، د نړۍ یو له فاسدو هېوادونو دی. په تېرو ۵۰ کلونو کې نږدې دوامداره جګړې، د بنسټیز او ټولنیز نظم د له منځه تلو لامل ګرځېدلې دي. هغه پریمانه پیسې، چې د ۲۰۰۱ ز کال په پای کې د طالبانو تر را پرځېدو وروسته راغلې، تر ډېره د نظامونو ځواب ویل پاشلي او کمزوري کړل. د ۲۰۱۴ ز کال په اکتوبر کې، کله چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په کار پیل وکړ، موږ پخپلو ژمنو کې د فساد او هغه معافیت، چې له ځان سره یې درلود، له منځه وړو ته متحد (یو موټی) وو. موږ د هغه فساد دروند قیمت پرې کړ، چې په میراث راپاتې او تر اخلاقي مصیبت زیات یې د هېواد په ملي پراختیا پام وړ اغېز کړی دی. هغه ستونزه چې موږ ورسره مخ شوو، د هغو اصلاحاتو پېژندل وو، چې تر جګړې وروسته چاپیریال کې د عملي کېدو وړ وو. د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ز کلونو په منځ کې، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل په دې معنی و، چې د مالي ملاتړ هغه حجم چې پوځي ځواکونو له ځان سره درلود، یو ناڅاپي ودرېد. مرسته کوونکي هېوادونه او حکومتونه دې هوکړې ته ورسېدل، چې د اصلاحاتو له راوستو پرته د «فساد دستګا» بدلول، چې د تخصیص شویو مالي مرستو شاوخوا رامنځته شوې، د خصوصي سکتور تر رهبرۍ لاندې انکشافي ستراتیژي ناممکنه کوي؛ او پای ته نه رسېدونکی رشوت به افغانستان په بېوزلۍ او یو داسې حالت کې وساتي، چې هېڅکله به سیالي ونه کړای شي. د هغه هېواد په توګه، چې د کورنیو ګواښونو له تاوتریخوالي او بهرنیو بریدونو سره مخ دی، د ټولنیز نظم تامین لپاره د حکومت د مشروعیت رامنځته کول، حیاتي دي؛ د دولتي فساد مخینې، په دولتي محاکمو د خلکو هغه باور کمزوری کړی، چې په عادلانه ډول د قضیو په اړه پرېکړې وکړي؛ هغه پولیس چې نظم تامین کړي؛ او حکومتي دایرې، چې له عامه ګټو عادلانه استازولي وکړي، نه دا چې یوازې پیسه لرونکو غوښتونکو ته جوازونه صادر کړي. (ایشیا فاونډېشن ۲۰۱۴). د هغو ساحو پېژندل چې فساد په کې ترسره کېږي هماغه ډول چې د لویې لارې مسافرین خپل منزل ته د رسېدو لپاره له واضح نقشې استفاده کوي، له فساد سره د مبارزې په برخه کې باید زموږ ستراتیژي په افغانستان کې د فساد د لر لید له مفصلې نقشه‌بندۍ سره، پیل شي. له دې کار څخه موخه، د هغو ساحو د پېژندلو لپاره چې هلته فساد ترسره کېږي، د حکومت د کړنو بیا کتنه وه. موږ ومونده چې؛ د دولت له لوري ملاتړ شوی فساد په ټولو ساحو کې شته دی. د اندېښنې وړ ځانګړې ساحې په لاندې ډول وې: · د ځمکو غصب: په داسې حال کې، چې په افغان دودیزه ټولنه کې او د اسلامي قوانینو پر اساس، د مالکیت واضح حقوق ټولنیز ملاتړي برابروي؛ په افغانستان کې د ځمکو غصب، مالکیت د شخړو، بې باوریو او محرومیت په یوې سرچینې بدل کړی دی. د ځمکو غصب پانګونې ته د خصوصي سکتور د لاسرسي خنډ ګرځېدلی و، په داسې حال کې، چې غریبو خلکو په غیر معیاري او نا امنه کورونو کې ځای نیولی و. · په حکومت کې ګمارنې: خلک ډېری په دې باور دي، چې په حکومت کې ګمارنې په واسطې او پیسو تضمین شوې دي. مالیې وزارت د کابینې په یوه غونډه کې څرګنده کړه، چې که چېرې ملکي مامورینو د ګمارنې لپاره لګښتونه نه کولای، د دولت کلني عواید به دوه برابره وای. · بانکداري: کابلبانک د عامه سرچینو د لوټ او تالان په یوه سمبول بدل شو. په ۲۰۱۲ ز کال کې قانوني تفتیش وښوده، چې د تفتیش په پیل کې بانکي حسابونو ته پیسې اچول کېږي او په پای کې ترې بېرته اېستل کېږي. د کابلبانک زیان شاوخوا ۸۵۰ میلیون امریکایي ډالر و. حکومت د دغو پیسو له یو پر درېیمې زیاتې پیسې بېرته ترلاسه کړې. · ګمرکونه: افغانستان تل د ګمرکونو په عوایدو تکیه کړې ده؛ خو د ګمرکونو مدیریت، چې قصداً کمزوری ساتل شوی، د فساد له عمده محرکونو څخه دی. د افغانستان د مرکزي احصائیې دفتر، له پاکستان څخه کلني واردات شاوخوا ۱٫۱ میلیارد ډالر ثبت کړي دي؛ خو هغه ارقام چې د پاکستان له لوري وړاندې کېږي، ښیي چې افغانستان ته دغه صادرات شاوخوا ۲٫۳۲ میلیارد ډالرو ته رسېږي (د اقتصادي پېچلتیاوو څارنځای ۲۰۱۵). البته رشوت ورکول یوازې په بندرونو پورې نه محدودېږي؛ د مواصلاتي لارو مطالعات ښیي، چې له سل میلو زیات واټن کې د تالاشۍ شاوخوا ۱۲ ځایونه جوړ شوي دي او هر یو یې د رشوت غوښتنه کوي. · د طبیعي ذېرمو استثمار: افغانستان "د طبیعي ذېرمو لعنت" د ابتدایي نښو د پراختیا په حالت کې دی. د طبیعي ذېرمو لعنت هغه سندروم دی، چې سرشاره طبیعي ذېرمې باید په اصل کې د یوه بېوزله هېواد د غني کېدو لامل شي، خو د فساد په ځای بدلېږي، چې د کوچنیو نخبه‌ګانو له لوري ضبط شوي دي. یوه بدترینه بېلګه یې، د کانونو استخراج دی، چې د جوازونو په صادرولو او تدارکاتو کې شته فساد، د کانونو د استخراج په برخه کې د لوټمارۍ او خرابوونکي چلند لامل ګرځي. · نشه‌یي توکي او قاچاق: دا چې د نشه‌یي توکو قاچاق د نړۍ په هره برخه کې ترسره کېږي، سیمه ییزې او نړیوالې شبکې، جرمي اقتصاد د فساد په یوه مهم محرک بدلوي. په دې وروستیو کې د نشه‌یي توکو خشنو او خطرناکو قاچاقچیانو د خپل فعالیت ساحه پراخه کړې، څو وکولای شي له افغانستان څخه اوراشیا ته انساني قاچاق او غیر قانوني کډوالي د خپلو فعالیتونو تر پوښښ لاندې راولي. فساد، تدارکات او اصلاحات ددې سیستماتیک فساد له منځه وړو لپاره چټکه حل لاره په لاس کې نشته؛ خو هغه مهال چې موږ د سطحې لاندې فساد ته، چې په پروسو کې رامنځته کېږي او حکومت د هغو پر مټ فساد کابو کوي یا برعکس یې هڅوي پام وګرځوو، حل لاره به ترلاسه شي. په افغانستان کې، چې سیستمونه باید د حکومت د ځواب ویلو، تدارکاتو، مالي مدیریت، ګمارنې، تفتیش، قانون او د عدالت پلي کولو لپاره فعال وي، پخپله د فساد په محرکونو بدل شوي دي، دا د فساد د دوام ښودنه کوي. په دغسې یو پاشلي نظام کې، یو اصلاح غوښتونکی حکومت هغه مهال کولای شي د اصلاحاتو په برخه کې خپلو ژمنو ته د عمل جامه واغوندي، چې دغه سیستمونه له داخله بهر ته، ترمیم کړي. دا چې په عمل کې ترمیم څه ډول پلی شي، دې مقالې په دوام کې، د تدارکاتي بهیر د اصلاحاتو لپاره د افغان حکومت هڅې مطالعه کړې دي. د عامه تدارکاتو اصلي موخه دا ده، چې حکومت د سیالۍ د شرایطو په پلي کولو سره څه ډول کولای شي د خلکو لپاره بهترین قیمت په کم لګښت برابر کړي. د حکومت له لوري د خدمتونو رسولو او د اجناسو په تدارک کې د اصلاحاتو عملي کولو پیل، په ځانګړي ډول په نظام کې د اصلاحاتو راوستو لپاره په زړه پورې نه دی؛ په خاصه توګه هغه مهال چې د چارواکو قانوني څار یا څېړنیز راپورونه او د هغوی خپرېدل ورپسې وو. خو تدارکات د حکومتونو د فعالیتونو په محور کې ځای لري. نړیوال اټکلونه ښیي، چې د یوه هېواد تدارکات له ۱۰ تر ۳۰ سلنې ناخالص تولیدات جوړوي (SELA ۲۰۱۵). کله چې د تدارکاتو بهیر په فساد ککړ شي، د حکومت پر کړنو یې اغېز او د مالیه ورکوونکو قدرداني، فاجعه زېږوونکي دي. په افغانستان کې تدارکات په دودیز ډول ټولې هغه نښې ښیي، چې د حکومت د ځواب ویلو سیستم په فساد او پاشلتیا ککړ دی. د رقابتي داوطلبۍ قانون ارزونه تل ښیي، چې سیستماتیک تقلب معمولاً د هغو غیر واقعي شرکتونو د شاملولو له لارې، چې ښکاره په سیالۍ کې شامل وي، خو په واقعیت کې وجود نه لري، ترسره کېږي. د چارواکو او فاسدو داوطلبو ترمنځ اټکلي قیمتونه، د پیسو په بدل کې شریکېږي. د ګټو د تضاد مخنیوي لپاره وضع شوي مقررات، په دوامداره ډول د هغو شرکتونو د مالکانو له لوري تر پښو لاندې کېږي، چې د جګپوړو چارواکو خپلوان دي؛ هغه چارواکي چې دنده یې یوازې د لازمې زمینې برابرول دي. په ټولیز ډول، په تدارکاتي بهیر کې فساد د صحنې تر شا نه ترسره کېږي. د تاوتریخوالي ګواښ، اختطاف او رشوت قانوني سیالان مجبوروي، چې له داوطلبۍ لاس واخلي یا وړاندیز شوي قیمتونه بدل کړي. چارواکي د خپلې خوښې شرکتونو سره د هغو تخنیکي معیارونو په ټاکلو کې جوړ جاړی کوي، چې یوازې هغوی یې پر اساس فعالیت کولای شي. په فساد ککړ فعالیتونه یوازې د قراردادونو په برخه کې په مذاکراتو پورې نه محدودېږي؛ د باکیفیته عالي توکو پر ځای، چې له وړاندې یې په تدارکاتي اسنادو کې د پلور یادونه شوې وي د کم کیفیته توکو د تحویلولو لپاره په تدارکاتو کې لاسوهنه، دوامداره تګلاره ده، چې د زېربنا د راپرځېدو، لوړ قیمت کېښودو او بې کیفیته خدمتونو وړاندې کولو لامل ګرځي. په همدې اساس تدارکات د نوي حکومت لپاره محک دی، چې آیا د سیستماتیکو بدلونونو راوستو لپاره به یې ژمنې، په رښتیا د سیاسي ارادې د ملاتړ او تشکیلاتي بدلون څخه برخمنې شي؟ د افغان حکومت لومړنی ستراتیژیک ګام، ددو کلیدي اصلاحاتو راوستل دي؛ د ټولو لویو قراردادونو ارزولو لپاره د ملي تدارکاتو کمېسیون جوړول او د دوو تخصصي بنسټونو له لارې د ټولو ساختماني قراردادونو یو ځای کول. د تدارکاتو متمرکزول، نه یوازې د موجودو اصلاحاتو لپاره یوازینۍ لار وه، بلکې موږ یې له هغو تشکیلاتي مسایلو سره د مقابلې وړ کړو، چې د فساد د پراختیا لامل ګرځېدل. له وزارت څخه وزارت ته د فساد په برخه کې اصلاحات، نه یوازې د حکومت له امکاناتو بهر و، بلکې هغه اساسي انګېزې، چې په لومړي ګام کې د فساد محرک وې، هماغسې پخپل ځای پاتې کېدې. د لازمې ځواب ورکونې رامنځته کولو لپاره، د جګپوړو چارواکو پر مټ، د تخنیکي تخصص په مرسته، یوازې د دوامداره څارنې له لارې کولای شو د بیروکراتیک فرهنګ د بدلون هیله ولرو. د اصلاحاتي دستګاه جوړول د فساد پای ته رسولو لپاره د ملي رهبرۍ پر مهمې ژمنې ټینګار لپاره، ملي تدارکاتو کمېسیون پخپله زما (د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس) له لوري، رهبري کېږي. اجرائیه رئیس، د جمهوري ریاست دویم مرستیال، د مالیې، عدلیې او اقتصاد وزیران هم په اونیزو غونډو کې ګډون کوي. د دغه ډول جګپوړو چارواکو ګډون، نه یوازې د هېواد په کچه د پیغام استولو لپاره لازم دی؛ بلکې له دې لارې د حکومت په داخل کې د اصلاحاتو پر وړاندې د موجودو مخالفو تمایلاتو پر ضد د یوې متحدې جبهې جوړول، اړین دي. په دې برخه کې، د تدارکاتو اداره له موږ سره همکاري کوي، چې د افغان تجربه لرونکو کارکوونکو پر مټ، چې په مسلکي ډول یې د تدارکاتو په برخه کې روزنه لیدلې او همدا راز د داوطلبۍ پر جزیاتو د پوهېدو لپاره له لازمو تخصصي مهارتونو برخمن دي، مدیریت کېږي. له هغه ځایه، چې د افغانستان د بودجې عمده برخه د امنیت تامین لپاره مصرفېږي، د ناټو ځواکونه هم د پوځي قراردادونو د ارزونې او مطالعې په برخه کې له حکومت سره تخنیکي مرسته کوي. عامه شفافیت د پروسې په ډول تنظیم شوی دی. د تدارکاتو ارزونې اونیزو غونډو په ګډون کوونکو کې، د روڼتیا څار سازمان (غیر دولتي نړیوال سازمان)، د افغانستان د بیارغاونې په چارو کې د امریکا د ځانګړي څېړونکي دفتر (سیګار) او کاکس (پارلماني شفافیت) استازي شامل دي. د غونډو وضعیت او ټولې پرېکړې په دوامدار ډول د ویبسایټ له لارې خلکو ته خپرېږي (افغان حکومت، ۲۰۱۶). همدا راز په دې برخه کې زموږ کاري ټیم په منظم ډول ډونرانو، ژورنالېستانو او رسنیو ته معلومات ورکوي. شفافیت، موږ ددې وړ ګرځولي یوو، چې پر حکومت بېرته باور رامنځته کړو. زموږ د کار د ازموینې لومړنۍ پایله په امنیتي سکتور ترسره شوه. مدني ټولنو او افشا کوونکو، د ۴۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د تېلو په یوه قرارداد جدي تورونه وارد کړل، چې د پخواني حکومت د ملي دفاع وزارت له لوري لاسلیک شوی و. دغو ادعاوو ته په ځواب کې، قرارداد بېرته وګرځول شو. په یوې ابتدایي ارزونې کې د سرغړونو معتبر شواهد کشف شول. په پایله کې مو قرارداد وځنډاوه او پر دغه قرارداد سربېره مو د تېلو د ۹ نورو عمده قراردادونو ارزولو په موخه یو لوړ رتبه کمېسیون مؤظف کړ. د کمېسیون راپور، له قانون څخه پراخ سرغړاوی راڅرګند کړ. متاسفانه، غبرګون دومره ساده نه و، چې قرارداد وځنډول شي او کار بیا پیل شي. د قرارداد دوام د فساد منلو په معنی و؛ خو په ناڅاپي ډول د قرارداد بندول هم په دې معنی و، چې د یوې شدیدې جګړې په جریان کې سرتېري او پولیس له مهماتو او اکمالاتو پرته خوشې شي. دا یوه قوي بېلګه ده، چې په تدارکاتو کې فساد د ملي امنیت تامین او د خلکو سلامتیا ته څومره زیان اړونکي عواقب رامنځته کوي. دې ننګونو ته په کتو مو څه اقدامات ترسره کړي دي؟ په چټک ډول ددې ننګونو له منځه وړو لپاره، موږ داسې چوکاټ ته انکشاف ورکړی، چې په هغه کې هر قرارداد لغوه کېږي او د واحدې سرچینې تګلارې پر اساس، بیا ارزول کېږي؛ ترلاسه شوې پایله د ناټو د کارپوهانو په ګډون د متخصصینو له لوري بیا کتل کېږي او تصدیقېږي. وروسته ملي تدارکاتو کمېسیون هر مورد بیا ارزوي، څو د طرزالعمل د معیارونو او «د پیسو پر وړاندې ارزښت» پر اساس پایلې ترلاسه شي. وروسته همدغه پایلې په ویب‌سایټونو کې خپرېږي. همدغه چوکاټ اوسمهال په کورنیو چارو وزارت تطبیقېږي. د نږدې نهه سوو قراردادونو ارزونه ښیي، چې له ملي قوانینو او د تدارکاتو له ښو تګلارو پیروي د یوې قاعدې په توګه نه، بلکې یوه نادره استثنا وه. د تدارکاتو کمېسیون څارنه د داوطلبیو وړاندیزونه ترمیموي، څو له هغوی څخه فساد وباسي او ډاډمن شي، چې حکومت د هر هغه څه په مقابل کې چې لګښت یې ورکوي هغه ترلاسه کوي. زموږ اټکلونه ښیي، چې دغه سیستم په لومړي کال کې شاوخوا ۳۵۰ میلیون امریکایي ډالر حکومت ته سپمولي دي. د جمهوررئیس له لوري د ملي تدارکاتو ادارې مدیریت موخه دا وه، چې اصلاحاتو ته د حکومت د ژمنتیا پیغام خلکو ته ورسول شي؛ خو همدا راز د باور د بېرته ګرځولو لپاره هم یو لنډمهاله ګام دی. یوازې مو ابتدایي اصلاحات عملي کړي دي، خو د هر اړخیزو اصلاحاتو عملي کول په مخ کې دي. په راتلونکې کې، د رښتیني تدارکاتي بهیر په برخه کې لا زیات تخنیکي بدلونونه ـــ چې یوه قاعده وي، نه استثنا ــــ لازمي دي. هماغسې چې د اصلاحاتو راوستو لپاره د سیاست دروازې پرانستل شوې دي، اصلاح غوښتونکي کولای شي د حکومت د فعالیتونو په برخو کې لکه د قراردادونو اعلان، له واحد قیمت سره د داوطلبۍ وړاندیزونو پرتلنه او د تدارکاتي مقرراتو ارزونې لپاره، کافي بدلونونه راولي. غوره څارنه او د پروسو مفصله ارزونه کولای شي، دا چې فساد چېرته او کله واقع کېږي، ورته رسېدنه وکړي؛ خو په هغه بنسټیز جوړښت کې، چې فساد رامنځته کوي، بدلون نه راځي. ددې کار د تحقق لپاره باید موږ د استثمار او لاسوهنې مخنیوي پر وړاندې د حکومت ټول نظام خوندي کړو. دا زموږ لپاره یوه عمده ننګونه ګڼل کېږي. د لویو تدارکاتي اصلاحاتو کړنې له تخنیکي اړخه یو پېچلی کار دی، چې یوې قوې او تجربه لرونکې رهبرۍ ته اړتیا لري. پر دې سربېره، په افغانستان کې په مرستو کې د ګډون جوړښت داسې دی، چې هر وزارت باید د خپل ساختماني او تدارکاتي بهیر لپاره د یوې پروژې د تمویل په موخه یوه څانګه جوړه کړي او دا پخپله د پاشلتیا په وسیله د فساد یوه بله بېلګه ده. د نړیوال بانک په څېر لوی انکشافي بنسټونه په لوړو معاشونو د عالي روزل شویو لسګونو متخصصینو په استولو، د تدارکاتو په اړه د همکارو وزارتونو پرېکړې ارزوي، څو ستونزو ته رسېدنه وشي. افغانستان به هېڅکله هم د دومره شمېر متخصصینو د لګښتونو پرې کولو وړتیا ونه مومي. موږ د تدارکاتي فعالیتونو د څرنګوالي لپاره په بشپړ ډول یوه متفاوت موډل ته اړتیا لرو. د دغه ډول موډل جوړولو لپاره، حکومت ساختماني چارې یوازې دوو وزارتونو ته متمرکزې کړې دي، چې یو په ملي کچه د عامه چارو لپاره او بل د دولتي تصدیو لپاره، چې حکومتي قراردادونه تنظیموي، مؤظف شوي دي. نه یوازې دغه دوه وزارتونه به د تدارکاتي تخصص د پرمختګ او د مناسبې څارنې وړتیا ولري، بلکې نور وزارتونه به هم د (غیر قانوني) پیسو ترلاسه کولو له فعالیتونو خلاص شي، پخپلو اصلي دندو به تمرکز وکړي او هغوی ته به په ارزښت قایل شي. دا هغه پلان دی چې موږ یې له یوه عام فرهنګ سره د مبارزې لپاره ـــ چې د پیسو ترلاسه کول دي، نه د خدمتونو رسول ـــ تر لاس لاندې لرو. د بېلګې په توګه، پوهنې وزارت دې د زیاتو ښوونځیو جوړولو غوښتنې پر ځای د ښوونکو د ظرفیت او د شاګردانو د پوهې پر ښه والي تمرکز وکړي؛ د عامې روغتیا وزارت دې د ډېرو کلینیکونو جوړولو پر ځای ـــ چې د روزل شویو کارکوونکو او لازمو امکاناتو له کمي سره مخ دي ـــ کولای شي د مېندو او ماشومانو د مړینې پر کموالي تمرکز وکړي. بشپړوونکي اصلاحات حکومت په هېڅ صورت د اصلاحاتو موضوع دومره ساده نه بولي، چې یوازې د قراردادونو په ارزونې او دوو مرکزي بنسټونو ته د ساختماني چارو په متمرکزولو سره، فساد پای ته ورسېږي. هر هغه سیستم باید ترمیم شي، چې د حکومت د ځواب ویلو زیاتېدا لامل ګرځي؛ هغه پرمختګ چې موږ د تدارکاتي بهیر په اصلاحاتو کې درلود ښیي، چې دا کار د ترسره کېدو وړ دی. راتلونکی ګام څه دی؟ ان د غوره پلان جوړولو، واضحو مقرراتو او جدي څارنې په شته والي سربېره به هم فساد ترسره کېږي؛ تر هغو چې، د مجازاتو د تطبیق احتمال تر دې کچې ورسېږي، چې چارواکي پخپله پرېکړه وکړي چې فساد د شته خطر هومره ارزښت نه لري. تر دې وروستیو، د فساد مجازات تر لفظي خبرداریو نه دي اوښتي. په هره برخه کې د مرستندویه موسسو لپاره باوري څار ورکړل شوی دی. زموږ راتلونکې دنده دا ده، څو ډاډ ترلاسه کړو، چې مجازات د جرمونو په تناسب عملي شوي دي. باید په محاکمو، قضا، پولیسو او څارنوالۍ کې اصلاحات عملي شي. موږ دلته په ښکاره منوو، چې پرمختګ تر هغه ډېر سوکه دی، چې موږ یې هیله لرله. حکومت نه دی توانېدلی په عدلي برخه کې د اصلاحاتو عملي کولو لپاره هغومره چټک عمل وکړي، چې تمه یې کېده. په ځانګړي ډول، په عدلي او قضایي برخه کې اصلاحات ستونزمن دي؛ دا ځکه چې د قضائیه قوې د خپلواکۍ ساتنې او د اصلاحاتو د یوې داسې تګلارې موندو ترمنځ باید توازن وساتل شي، چې پخپله د فساد بنسټیز کېدو اصلي محرک ګرځېدلی دی. خو سره له دې چې د ترسره کولو لپاره لا ډېر څه پاتې دي، موږ په عدلي او قضایي ادارو کې د ښه والي شاهدان یوو. د معافیت فرهنګ پای ته رسولو لپاره، چې جګپوړي تورن کسان له سزا ساتي، د حکومت اقدامات پیل شوي دي. په تدارکاتي برخه کې، چې وړاندې پرې بحث وشو د هغو چارواکو دندې ځنډول شوې دي، چې له داوطلبو سره یې جوړ جاړی کړی دی او د عدلي او قضایي څار دوسیې یې د برابرېدو په حال کې دي. په همدې اساس، د هغو چارواکو د بستونو په اړه هم ورته اقدامات ترسره کېږي، چې د رشوت غوښتنې لېوالتیا په کې زیاته ده. هغه مجرمین چې له خپلو دوسیو د خلاصون لپاره قاضیان پیدا کوي، کولای شي د لوی څارنوال له لوري یې د دوسیې بیا ارزولو ته منتظر پاتې شي؛ خو په عدلي سکتور کې اصلاحاتو بهیر ته چټکتیا ورکول به په څرګنده د حکومت راتلونکې کاري ساحه وي. زموږ راتلونکی ګام له مدني ټولنو سره د ګډون غښتلي کول دي، چې د فساد ضد مبارزې په برخه کې فعالیت کوي. زموږ تجربې ښیي، چې تر جګړې وروسته یوه ټولنه کې د فساد ضد مبارزې په بهیر کې د بریالیتوب لپاره د هر واقعي فرصت لرل په لوړه کچه کې ګډون او قوي ځواب وینې ته اړتیا لري، څو وښیي، چې د فساد ضد مبارزې په برخه کې په ملي او سیمه ییزه کچه لازمه اراده شته. هماغسې چې د اصلاحاتو راوستو په برخه کې د حکومت پر جدیت د خلکو باور شته دی، په هماغه کچه حکومت کولای شي پر څېړنیز ژورنالېزم او د معافیت فضا پای ته رسولو لپاره، چې د فساد زیاتېدا لامل ګرځي، حساب وکړي. د وخت په تېرېدو، د وزارتونو له لوري د بودجې، قراردادونو او لګښتونو په برخه کې، چې کوم اقدامات او پرېکړې زیاتېږي، خلکو سره به شریک شي او د دودیزو او ماډرنو رسنیو له لوري به په فعال ډول خپاره شي. د هغه غبرګون او څارنې منل، چې د خلکو له لوري وړاندې کېږي، باید د حکومت د فعالیتونو د ترسره کولو د څرنګوالي اصلي برخه وي. په همدې اساس باید عالي‌رتبه رهبري د تدارکاتو په برخه کې د بیروکراسۍ خنډونه وپېژني، څو کورني او بهرني اصلاح غوښتونکي وکولای شي د فساد په برخه کې د اصلاحي اقداماتو پروګرامونه پرمخ بوځي؛ چې په دې برخه کې د لومړنیو ګامونو پورته کول حیاتي دي. پایله په دې مقاله کې استدلال شوی دی، چې د نمونې په توګه، په افغانستان کې له تدارکاتو په استفادې دولتونه کولای شي هغو بدلونونو ته لاسرسی ومومي، چې د تحولاتو رامنځته کوونکي دي. په لومړي ګام کې، دا مقاله ښیي، چې د فساد له منځه وړو لپاره ټاکنیزه [ټاکنیز کمپاینونه] او سیاسي مهمه ژمنتیا او د حکومت اقدامات، یو ځای، په ملي کچه د اصلاحاتو راوستو لپاره د یو لړ اقداماتو عملي کولو لامل ګرځي. دا موډل ـــ سیاسي اشارې، مدیریتي اصلاحات، تخنیکي څارنه او له پوهو هېوادوالو سره د ګډون زیاتوالی ــــ یو ځای کوي، څو د فساد برابرولو سیستمونه او فرهنګ په بنسټیز ډول بدل کړي. په دویم ګام کې، په جزیاتو کې معلومه شوه، چې د بریالیو اصلاحاتو لپاره ډېرو ارزښت لرونکو ستراتیژیو ته اړتیا ده او دغه ستراتیژۍ باید ددې ماهیت په درک کولو سره پیل شي، چې فساد پخپله یوه را منځته کېدونکې پدیده نه ده، بلکې د پاشلو او نه ځواب ویونکو رژیمونو پایله ده. په افغانستان کې د جګړې پر مهال، د پخوانیو پریمانه پیسو په نسبت مسوولیت، کنټرولوونکي سیستمونه منحرف کړل او هېڅ مسوول هم د دولتي څارنې د مدیریت د تشې ډکولو وړتیا او ظرفیت نه درلود. د پاشلتیا کمولو بهیر باید یوازې له لوړو پوړو پیل شي. البته دا یوازینۍ لار نه ده، چې هېوادونه یې وهي؛ خو د افغانستان د حکومت تدارکاتي اصلاحات کولای شي د انکشاف په برخه کې د فساد ریښو له منځه وړو لپاره یو مهم درس وړاندې کړي. په هره برخه کې، تدارکات د حکومت د لګښتونو عمده برخه جوړوي؛ خو تر جګړې یا فاجعې وروسته هېوادونو کې په سیستمونو کې د نویو تدارکاتو ناڅاپي زیاتوالی، د مدیریت له بې تجربګۍ سره مل وي. پاشلتیا پخپله، د ترمیم پروسه کې شامله وي. له عالي څارنې سره یو ځای مناسب مدیریت شوي اصلاحات د فساد رامنځته کېدو زمینه کموي او د فساد کنټرول لپاره هم لازمي تدارکاتي طرحې له ظرفیت لرونکو بنسټونو سره په یوه ردیف کې برابروي. تدارکات په ځانګړي ډول په زړه پورې دي؛ دا یوه داسې برخه ده، چې په هغه کې اصلاحاتو لپاره اړین دي، چې حکومت سیاسي درک او روغې جوړې ته د لوري ټاکلو له ارادې برخمن وي. حکومت نشي کولای په نظام کې د اصلاحاتو عملي کولو پر مهال، تدارکات ودروي. هغسې چې د افغانستان د قضیې ارزول ښیي، د جګړې په جریان کې د تېلو قراردادونو تدارک درول، چې په ښکاره ډول ناقض دي، په جګړه کې د ماتې په معنی ده؛ یو بدیل نظم کولای شوای د انکشاف وړ وای؛ ځکه د پرېکړو لپاره د حکومتوالۍ په لوړه کچه د جوړښتونو موجودیت، په کافي کچه پخپل ځای و. افغانستان تازه د فساد له منځه وړو لپاره د اصلاحاتو بشپړ پرمختللی بهیر پیل کړی دی. د لسو کلونو په جریان کې یو داسې سیستم رامنځته شوی، چې فساد یې په هره کچه سیستماتیک کړی دی. کلونه به وخت ونیسي، چې حکومت پر دې ننګونو بریالیتوب خپل کړي؛ خو د اصلاحاتو لپاره ستراتیژي او لار نقشه واضح ده او لومړني خنډونه له مخې لرې شوي دي. په حکومت کې فساد د درې لسیزو جګړو لامل ګرځېدلی دی. فساد، افغانستان له خپلواکۍ او ځان بسیاینې لرې ساتلی دی. فساد د پریمانه ارزښت لرونکو سرچینو د ضایع کېدو لامل ګرځېدلی دی، چې په لګښتونو یې په افغانستان کې موجوده بېوزلي راکمېدای شوه. د افغانستان خلکو یوه داسې حکومت ته رایه ورکړه، چې د فساد د کړیو ماتولو لپاره د ژمنیتا او زړورتیا لرونکی وي. موږ د خلکو د باور ترلاسه کولو لپاره خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوو او د ملي انکشاف لپاره به یو پاک مشارکت رامنځته کړو. سرچینې: - د آسیا بنسټ، ۲۰۱۴ ز کال. د افغانستان د خلکو سروې؛ سان فرانسیسکو، د آسیا بنسټ. (فورم له لاندې لېنک ترلاسه کېدای شي: Asiafoundation.org/afghan survey)) - د سولې لپاره بنسټ (FFP) ۲۰۱۳ ز کال. د ماتېدونکو (کمزورو) دولتونو شاخص. واشنگټن ډي. سي. د FFP له لوري خپور شوی. (فورم له لاندې لېنک ترلاسه کېدای شي: http://global.fundforpeace.org/) - د افغانستان حکومت، ۲۰۱۶ کال. د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي ریاست ــ د ملي تدارکاتو اداره (فورم له لاندې لېنک ترلاسه کېدای شي: http://www.npa.gov.af/Beta/English/English.aspx) - د اقتصادي پېچلتیاوو څارنځای. ۲۰۱۵ ډسمبر. د (افغانستان) پېژندنه. (فورم له لاندې لېنک ترلاسه کېدای شي: http://atlas.media.mit.edu/en/profile/country/afg/) - د لاتینې امریکا او کارائیب (SELA) حوزې هېوادونو اقتصادي سازمان. د لاتینې امریکا او کارائیب حوزې پراختیا لپاره د وسیلې په توګه عامه تدارکات. کاراکاس، SELA.
پاتې برخه

نور مالومات

وروستۍ لیدنې/کتنې


لمړۍ میرمن سره خبرې





Under construction






موخه او لیدلوری

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس جلالتمآب اشرف غني د لوړې مراسمو په ترڅ کښې چې د ۱۳۹۳ هجری کال د تلي میاشتې په ۷ نیټه چې د ۲۰۱۴ د سپتامبر د ۲۹ نیټې سره سمون لري، له خپلې میرمنې څخه مننه وکړه او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د لمړۍ میرمنې د دفتر پرانیستلو ته یې اشاره وکړه. د لمړۍ میرمنې د دفتر د رامنځته کیدو پریکړه د جلالتمآب لمړۍ میرمنې د لیاقت او کاری شالید (د بې ځایه شوې خلکو او هغه افغان ماشومانو چې پر سړک کار کوي) په اساس رامنځته شو چې نوموړی دفتر به په ټولنیز او غیر سیاسی کړنو تمرکز ولري او په همدي اساس د افغانستان د اسلامی جمهوریت لمړۍ میرمنې دفتر د ۱۳۹۳ هجری کال د تلي میاشت چې د ۲۰۱۴ د اکتوبر میاشتې سره سمون لري پرانیستل شو.

Image

د پام وړ برخې

د افغانستان بنسټیزې اړتیاوي ډیرې دي. د دې دفتر د غیر سیاسی او نوي جوړ شوي ماهیت په نظر کښې نیولو سره، د پام وړ برخې په لاندې ډول دي:
• د اړمندو کسانو د اړتیاو ارزونه
• د کار آسانتیا برابرول او د وړتیا لوړول
• با کیفیته روغتیا، زده کړې، او حقوقي خدمتونو ته لاسرسئ په تیره بیا د ولایاتو په کچه
• افغاني دود او اسلامي تمدن

مــوخــه

زمونږ موخه د نظارت او آسانتیاو د برابرولو له لاری ټول اړمند ولس ته د با کیفیته خدمتونو رسول دي.

لیدلوری

زمونږ لید لوری د یو هوسا افغانستان جوړول دي، چیرې چې ټول افغانان په تیره بیا میرمنې له کومي سمتې، نژادې او جنسې توپیرونو نه پرته د درنښت وړ وي.

د پرانیستو دروازو تګلاره

د ټولنې د ټولو وګړو لپاره د پرانیستو دروازوه تګلاره

د لمړۍ میرمنې دفتر د ټولنې ټولو وګړو لپاره د پرانیستو دروازو تګلاره خپله کړې ده:
دافغانستان له ګوټ ګوټ څخه په سلګونو کسانو په ځانګړی او ډلیزه توګه د لمړۍ میرمنې سره کتنې تر سره کړې دي او تر سره کوې یې تر څو خپل اندیښنې، هیلې او لاسته راړنې له هغې سره شریکې کړې.
د لمړۍ میرمنې دفتر د یوې وسیلې په توګه د ټول هیوادوالو لپاره کار کوي ترڅو د هغوي غوښتنې اړوند ادارو ته ورسوي.

څرنګه کتنه تنظیم کړۍ؟

هیله ده د info@firstlady.gov.af بریښنا لیک له لارې زمونږ سره په اړیکه کښې شئ.
ستاسو څخه به د لمړۍ میرمنې سره د کتنې دلیل او همدارنګه ستاسو او ستاسو د ګروپ د کړنو په هکله پوښتنې وشې.
او وروسته به بیا دا دفتر تاسو ته د کتنې په هکله لارښوونه وکړي.

د چا سره به کتنه تر سره شي؟

لمړۍ میرمنه هیله لرې تر څو د ټولنې ټولو وګړو سره کتنه تر سره کړي.
په تیره بیا له هغه ډلو سره چې د افغاني ټولنې د پراختیا په موخه فعالیت لري تر څو د هغوی پیاوړتیا ته وده ورکړي او هغوي وکولای شي چې خپلو موخو ته ورسیږي.
د لمړۍ میرمنې دفتر ته کومه اجرایوي بودیجه نه ده ځانګړې شوې، په دې مانا چې د ویشلو لپاره کومې پیسې نه لري، خو کولاي شي چې د اړیکو په ټینګولو او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کښې مرسته وکړي.





د عامه پوهاوي کمپاین


"زه به هیڅ کله چوپ پاتې نه شم، ځکه په دې حالت کښې زمونږ او ستاسو چوپتیا یوه لویه ګناه ده."

بي بي ګل (د مخدره توکو د ضرر په اړه) د ۲۰۱۵ کال د نوامبر میاشت

 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 



لمړۍ میرمنه به پر څولاندي ملي ټکو پاملرنه ولري:

  • د سولې وده/ د تاوتریخوالي په هکله پوهاوی
  • د زده کړو په هکله پوهاوی
  • د چاپیریال په هکله پوهاوی
  • روغتیا: د سینې او رحم د سرطان په هکله پوهاوی، د مور او ماشوم څخه ملاتړ، د مخدره توکو د استعمال د کارونې او هغې د زیانونو په هکله پوهاوی
  • د سولې وده/ د تاوتریخوالي په هکله پوهاوی
  • د زده کړو په هکله پوهاوی
  • د چاپیریال په هکله پوهاوی
  • روغتیا: د سینې او رحم د سرطان په هکله پوهاوی، د مور او ماشوم څخه ملاتړ، د مخدره توکو د استعمال د کارونې او هغې د زیانونو په هکله پوهاوی

رضاکارنه کړنې

مونږ رضاکارانه کړنې ستایو. رضاکاران د ټولنې ډیری برخه جوړوي او د دې دود د پلې کولو په برخه کښې مونږ د ځوانانو ملاتړ کوو. تاسو کولای شئ چې په لاندې پاڼه کې خپل نوم ثبت کړي.


ښځې په افغانستان کښې

"افغانه ښځه پیاوړې ده او د هغې پیاوړتیا نه باید له پاملرنې وغورځول شي. افغانه ښځه هغه
ښځه ده چې وروسته له کلونو جګړې او نا امنئ څخه بیا هم خپل مسؤلیتونه يې په ښه توګه تر سره کړي دي."

بي بي ګل، د ۲۰۱۵ کال د مارچ میاشتي ۸ نیټه، د ښځې نړۍ والې ورځ په ویاړ

 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 



ډول ډول ډلې د لمړۍ میرمنې کتنې ته راغلې دي چې ځینې یې د کابل او ډیری یې د لرې پرتو ولایتونو لکه شغنان/ بدخشان، نورستان، جوزجان، دایکندي، تخار و یا هم غور دي. د هغوی ستونزې او غوښتنو په اوریدلو سره لمړۍ میرمنه او د هغوی کاري ټیم لاندی موضوعاتو ته پام ګرځیدلی دی:


  • روغتیایې خدمتونه، حقوقي او اداري مسائلو ته د ښځو لاسرسئ
  • سواد/ ښوونه او روزنه/ زده کړې ته د ښځو لاسرسئ
  • د هیواد په اقتصاد کښې د ښځو فعاله ونډه (کرهڼه، کسب او کار، تجارت)
  • مشرۍ مقام ته د ښځو لاسرسئ
  • د جنسي زورونې او تاوتریخوالی څخه د ښځو خوندیتوب
  • د زندانونو او د امن کورونو څارنه


  • روغتیایې خدمتونه، حقوقي او اداري مسائلو ته د ښځو لاسرسئ
  • سواد/ ښوونه او روزنه/ زده کړې ته د ښځو لاسرسئ
  • د هیواد په اقتصاد کښې د ښځو فعاله ونډه (کرهڼه، کسب او کار، تجارت)
  • مشرۍ مقام ته د ښځو لاسرسئ
  • د جنسي زورونې او تاوتریخوالی څخه د ښځو خوندیتوب
  • د زندانونو او د امن کورونو څارنه


زمونږ موخه لاندې دوو ټکو ته رسیدل دي:

  1. د ښاري او کلیوالو ښځو تر منځ د واټن لږوالی
  2. د ښځو او نارینوو تر منځ د درنښت وده ورکول
  1. د ښاري او کلیوالو ښځو تر منځ د واټن لږوالی
  2. د ښځو او نارینوو تر منځ د درنښت وده ورکول

د لمړۍ میرمنن سفرونه

 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 





د ټولنې اړمند وګړي

"چو ایستاده یی دست افتاده گیر"

سعدي شیراي، د دیارلسمې پیړۍ شاعر

 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 



د څو لسیزو جګړو او ناخوالو شتون په افغانستان کښې د دې لامل وګرځید چې د افغانستان ټولنیزې کړۍ له منځه یوسي او کورنې سره وپاشي. ځیني له منځه ولاړل او ځینې هم ورک شول او یا هم لرې هیوادونو ته په ډلییزه توګه تللو ته اړ شول. ځیني ښځې کونډې شوې او دې ته اړ شوې ترڅو خپل ماشومان یواځې وروزي. خلک د نا امنه ځایونو څخه وتښتیدل ځیني د افغانستان مرکزونو ته ولاړل او ځينې هم ګاونډي هیوادونو ته کډوال شول.
په تیر پنځلسو کلونو کښې د افغانستان وضيعیت ښه شوی او د کورنیو بنسټونه چې د افغانستان د ټولنې اصلي پایې جوړ وي، بیاځلې جوړ شوې، خو د جګړې پایلې او غمجن آثار لا هم شتون لري. د لمړۍ میرمنې او د هغوئ د کاري ټیم ډیره پاملرنه به لاندي اړمند خلکو ته وي:

  • بیځایه شوي کورنئ او هغه کډوال چې بیرته هیواد ته راستانه شوي دي
  • هغه کسان چې معلول او یا معیوبه دي
  • بی وزله ماشومان او کونډې
  • په نشه ئي توکو روږدې کسان او د هغوی کورنۍ
  • بیځایه شوي کورنئ او هغه کډوال چې بیرته هیواد ته راستانه شوي دي
  • هغه کسان چې معلول او یا معیوبه دي
  • بی وزله ماشومان او کونډې
  • په نشه ئي توکو روږدې کسان او د هغوی کورنۍ

اسلامي تمدن


د څو لسیزو جګړو له امله مونږ د خپل هیواد ډیری ارزښتناکه سرچینې چې په کتابتونونو او آریشیفونو کښې شتون درلود، له لاسه ورکړي دي. اوس هغه وخت دی چې د هغو علمي لیکنو په وسیله چې د اسلامي تمدن په هکله د تاریخ په مختلفو پړاونو کښې لیکل شوي دي، بیرته را ژوندئ کړو. هیله ده خپلې مقالې زمونږ سره شریکې کړی. info@firstlady.gov.af

جګړه ځپلي


د څو لسیزو جګړو شتون په افغانستان کښې مونږ له بې ثباتۍ، نا امنۍ او د کورنیو له لاسه ورکولو سره مخ کړي یو. ډیرې کورنۍ یې غمجنې کړې دي او د درملنې لپاره یې ډیر لږ وخت ورکړی دی. په دې پاڼه کښې مونږ د جګړې قربانیانو ته درنښت کوو او هیله لرو تا سو خپلې کیسې او یادونه د جګړو له وختونو څخه زمونږ سره شریکې کړئ. info@firstlady.gov.af

بصیره و زخم همواره خون چکانش 2016-01-17

برای بصیره همه چیز از یک پس از ظهر خون آلود شد. هوای سرد ماه دلو همه را به حویلی خانه کشانیده بود. آسمان آفتابی و گرمای ناشی از تابش خورشید، هوس بازی گوشی را در کودکان بیدار کرده بود. ذکیه شش ساله، مطیع الله را به حویلی خانه آورد تا گونه های برادر یک ساله اش را با نور آفتاب بنوازد. همه چیز برای یک روز خوب مهیا بود. شوق شادی در چشمان همه ، به خصوص ذکیه برق می زد. با برادرش همچون بزرگی جهان دیده سخن می گفت. از نور خورشید، از سختی های زمستان و از تفنگ و جنگ و از آینده ایی که بهتر خواهد شد، با برادرش با لهجۀ شیرین کودکی گفتگو می کرد. گدی هایش را به اون نشان میداد و به برادرش قول می داد که برایش یک موتر خوب بخرد. نام انواع موتر را می برد و با دستانش اندازه های مختلفی از نشان میداد و از مطیع الله می خواست که بگوید کدام سایز را دوست دارد. دستان مطیع الله را می گرفت، به هم می مالید، برایش شعر می خواند و سپس سروصورتش را غرق در بوسه می کرد. ذکیه و مطیع الله به طرز خیال انگیزی زیبا و دوست داشتنی به نظر می رسیدند. کرتی سرخی که به تن ذکیه بود باتابش خورشید و با پس منظر برفی، کمی رنگ ارغوانی به خود گرفته بود. موهای گندم رنگش پیچ و تاب خورده و با هر جست و خیز ذکیه به روی کرتی سرخش به رقص می آمد. صبح چون هوا آفتابی و گرم به نظر می رسید، مادرش او را حمام برده و سر و تنش را شست و شو داده بود. نیم رخش که در آفتاب بود برق می زد. دستانش نازک و در هوای زمستانی کمی باد کرده به نظر می رسید. چشمانش در میان انبوهی از مژگان سیاه پنهان شده بود. برای مطیع الله هم ورود به جهان بیرون از خانه هیجان داشت. می خندید، بازی گوشی می کرد و گاهی هم بر سر ذکیه جیغ می کشید و به این طریق قهرش را نشان می داد. مطیع الله صورت گوشتالو و موهای پرپشت و پوست سفید و چشمان آبی داشت. هنگامی که لبخند بر لبانش می نشست، همه را مجذوب خویش می کرد. مادر همیشه نگران بود که چشم بد بر او بیافتد و به همین خاطر تاجایی که می توانست زیبایی هایش را با آویزان کردن مهره و دستمال و پیچیدن پارچه ای دور سرش و پوشانیدن موهایش، از چشم ها پنهان می کرد. آن روز مادرش از تماشای خوش طبعی های مطیع الله و شیرین کلامی های ذکیه لذت می برد. تماشای چنین صحنۀ خاطره انگیزی در شهری که جز صدای تفنگ و راکت و گلوله صدای دیگری به گوش نمی رسید، او را به وجد آورده بود. با خود زیر لب زمزمه می کرد که" خدایا هر دو را از چشم بد نگاه کند. دردش را به ما نشان ندهد." اما او چه می دانست که در ایام جنگ خوشی ها هرگز پایدار نیست. شهر کمین گاه فاجعه است و خوشی ها دامی است تا قربانیان را به صحنه آورد و دعای مادران هم نمی تواند بر طلسم جادویی جنگ اثر کند. مطیع الله، ذکیه، مادرش و سایر اعضای فامیل در چنین دامی اسیر شده بودند. هوای سرد زمستان و گلوله باری شهر به آن ها فرصت نداده بود تا این چنین حویلی خانه گرد هم جمع شوند و دل سیر از آفتاب بهره مند شوند، به ظاهر چنین خوانی گسترده بود. آن ها به صیافت خوانی در حویلی خانه دعوت شده بودند. همه چیز مهیا بود و برای لحظه ای هم که شده، بصیره و کودکانش جنگ را از یاد بردند. اما این درست همان لحظه ای بود که جنگ در کمینش نشسته بود. هیچ کس نفهمید چه شد؟ صدای غرشی به گوش رسید و سپس انفجار مهیبی زمین و زمان را تیره و تار کرد. از آسمان آبی و درخشش خورشید خبری نبود. همه چیز در یک چشم به هم زدن عوض شد. گرد و غبار و دود ناشی از انفجار همه جا را فراگرفت. هیچ چیز دیده نمی شد. بصیره، همیشه می تواند به خوبی همان روز انفجار، صحنه را در ذهن خودش مجسم کند، اما بازهم انگار دچار فراموشی شده است. چیزی زیادی ار آن صحنه به خاطرش نمی آید. همه چیز را به وضوح می بیند اما نمی تواند بیانش کند. هنگامی که می خواند سخن بگوید ذهنش فقل می کند، صحنه تیره و کدر می شود. مثل یک خواب، یک رؤیا از خاطرش فرار می کند بصیره می گوید بعد از انفجار ازجایم بلند شدم. همۀ اعضای فامیل روی زمین افتاده بود. به دنبال ذکیه و مطیع الله دویدم، دیدم که ذکیه ناله می کند و مرا صدا می زند. ذکیه آب می خواست. سریع رفتم که آب بیاورم. گیج شده بودم و دنبال آب این طرف و آن طرف رفتم. تا آب آوردم دیدم که صدای نالۀ ذکیه خاموش شده است. با دستم تکانش دادم، اما فایده نداشت. بدنش سرد شده بود. چشمانش باز بود و گویا خیره خیره به من نگاه می کرد. ذکیه را زمین گذاشتم و در همان زمان صدای گریه ای مطیع الله را شنیدم. خوش شدم که خدا را شکر مطیع الله زنده است. با خوش حالی بغلش کردم. ناگهان صدای گریه اش آرام شد و چیزی گرم و تر به دستانم مالیده شد. نگاه کردم که مطیع الله شکمش پاره شده و بچه ام روده هایش بیرون ریخته است. فهمیدم که مطیع الله هم مثل ذکیه جان باخته است. فریاد کشیدم و فریاد کشیدم. ناله سر دادم و این طرف و آن طرف دویدم و دگر یادم نیست که چه اتفاق افتاد. بصیره زیاد نمی تواند راجع به آن روز سخن بگوید. هنگامی که از ذکیه و مطیع الله سخن می گوید، رنگ و رخسارش می پرد. اشک از چشمانش بی اختیار جاری می شود. گاهی آن قدر می گرید که چادرش تر می شود. به سختی می تواند حرف بزند. فقط می گوید همیشه احساس می کنم که در سینه ام زخمی دارم. زخمی واقعی که از آن همیشه خون می ریزد. مطمئنم روزی این زخم مرا از پای در خواهد آورد. قصۀ بصیره از زبان خودش ساعت دوی بعد از ظهر دوشنبه، پنجم دلو یک هزار و سیزده هفتاد و یک، همه فامیل در روی حویلی بودیم که راکت اصابت کرد تمام تمام جای تاریک شد. یک زمان دیدم که تمام اعضای فامیلم روی زمین افتاده. دیدم دختر شش ساله ام ناله میکند رفتم بغلش کردم. گفت: مادر مره آب بده. آنجا هیچ آب پیدا نمی شد هر طرف را گشتم تا کمی آب پیدا کردم، پس که آمدم دیدم او از دنیا رفته. بعد از آن به دنبال بچه ام گشتم، صدای گریه اش را شنیدم. دویدم و خوش شدم بچه ام زنده است. با خوشحالی او را بغل کدم، به یک باره آرام شد. دیدم که تمام روده هایش برآمده. دیگران گفتند تکه بدهید تا زخم او را بسته کنیم و مه دیگر نفامیدم که چه کدم چه رقم روده های او را جمع کردم هیچ چیز به یادم نیست. فقط می دانم که با دستانم، جگر گوشه هایم را از خود دور کرده و دفن کردم. آن لحظه را خوب به یاد دارم و همیش مرا آزار می دهد...چون من یک مادرم...
پاتې برخه

بلاگ





Under construction






موږ سره اړیکه کې شۍ

اړیکه
د اړیکۍ فورم