ژونـد لــــیک

رولا (بي بي ګل) غني

د افغانستان اسلامي جمهوریت لمړۍ میرمن

د افغانستان د اسلامي جمهوریت لمړۍ میرمن په لبنان هیواد کښې زیږیدلې ده. خپل پوهنتون یې په کال ۱۹۶۹ کښې د پاریس ښار په I’Institut d’Etudes Politiques پوهنتون کښې پاي ته رسولی. وروسته بیا په ۱۹۷۴ کال کښې د بیروت امرکایې پوهنتون څخه د سیاسې علومو په برخه کښې یوه ماسټري او بله ماسټري یې د نیویارک ښار د کولمبیا پوهنتون څخه په ۱۹۸۳ کال کښې د ژورنالیزم په برخه کښې لاسه ته راوړې. آغلې رولا غني خپل خاوند ولسمشر غني سره د بیروت په امریکايې پوهنتون کښې ولیدل او د ۱۹۷۵ کال د مارچ په میاشت کښې یې واده وکړ. د واده ثمره یې یوه لور مریم او یو ځوی طارق دی. مخکښې د دوئ له راستنیدو افغانستان ته په ۲۰۰۲ کال کښې، آغلې بي بي ګل د ځینو دندو تر څنګ خپل وخت د خپلې کورنۍ د هوساینې په لاره کښې وقف کړی وه او همدارنګه د نړیوال بانک کورنې شبکې سره (د نړیوال بانک د کارمندانو د کورنیو ضروریاتو څیړونکې اداره کښې) د رضا کارې په توګه کار کړی دی. کله چې افغانستان ته راستنه شوه د کابل ټولنیزو ستنزو پوهیدلو ته لیواله شوه او خپله پاملرنه یې آشیانې ته واړوله چې د کابل د سړکونو بې وزلې ماشومانو لپاره یوه بې ګټې مرستندویه موسسه ده. کله چې د ۲۰۱۴ کال د سپتامبر په میاشت کښې د هغې خاوند د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر په توګه وټاکل شو، هغې د هیواد د لمړۍ میرمنې دنده په غاړه واخیسته. د همکارانو د یو کوچني تیم په درلودلو سره غواړي چې یوه مثبته ټولنه رامنځته کړې چیرې چې د افغانستان هر وګړی خپله پیاوړتیا لاس ته راوړې او د هیواد د پرمختګ په لاره کښې فعاله ونډه ولرې.


رولا (بي بي ګل) غني

د افغانستان اسلامي جمهوریت لمړۍ میرمن