پرېکړهلیک

د سولې لپاره د افغان ښځو ملي اجماع

 

سریزه

ښځې د سولې پیغام راوړونکې دي.

له بده مرغه جګړه هغه مصیبت دی، چې له تېرو څلورو لسیزو یې په افغانستان کې ټولنه له نه جبرانېدونکي زیان او ویجاړتیا سره مخ کړې ده. دوامداره ناامني او د جګړې ناهیلۍ ددې لامل ګرځیدلې، چې نن د افغانستان له ګوټ، ګوټ او هر قوم څخه ښځې د سولې راوستو لپاره سره یو ځای او همغږې شي.

دا اجماع د نورو ولسي سوله غوښتونکو حرکتونو او په دې حرکتونو کې د ښځو د غوښتونو پوره کولو لپاره، چې موخه یې په پلازمېنه او ولایتونو کې د ښځو همغږي او یو ځای کېدل دي، ترسره کېږي او دغه ولسي خوځښتونه به په افغانستان کې تر هغو دوام مومي، چې دایمي سولې ته ورسېږو.

له همدې امله، په کابل کې د ښځو اجماع له ترسره کولو وروسته، په ۳۳ نورو ولایتونو کې هم تر ۱۵۰۰۰ زیاتو ښځو د اجماع غونډو په ترسره کولو سره د سولې په هکله خپلې غوښتنې او لیدلوري مطرح کړي. دا دی ددې هېواد د مسؤولو اتباعو په توګه ښځې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه د سولې لپاره (د افغان ښځو ملي اجماع غونډه) کې سره راټولې شوې، څو خپلې غوښتنې او دریځ څرګند کړي.

===============

  • موږ افغان ښځې له حکومت، طالبانو او مخالفو وسله‌والو ډلو څخه سمدستي د جګړې د پای ته رسېدو او له کوم قید و شرط پرته د اوربند د اعلان غوښتونکې یوو.
  • موږ ښځې دوامداره سولې ته د رسېدو لپاره د ولسي حرکتونو او حکومتي اقداماتو قوي ملاتړ کوو او همداراز د نورو سوله غوښتونکو ولسي حرکتونو پر پایښت ټینګار کوو، څو په افغانستان کې دایمي سولې ته ورسېږو.
  • موږ ښځې پر خپلې اغېزناکې پیاوړتیا باور لرو او د افغانستان له ټولو ښځو غوښتنه کوو، چې د ټولنې د اصلي جوړونکو په صفت؛ د کورنۍ، ښوونځیو، مسجدونو، تکایاوو، مدرسو، پوهنتونونو او ټولنیزو رسنیو له لارې، د انساني ارزښتونو پر اساس سوله‌ییزو کړنو ته وده ورکړي، څو د دولت د مخالفینو د لیدلوري پر بدلون اغېزه وکړي.
  • موږ افغان ښځې د مجازاتو د معافیت فرهنګ، تاوتریخوالي، بېکارۍ او فساد له منځه وړلو لپاره، چې د ناامنۍ د زیاتوالي لامل بلل کېږي، له حکومته غواړو څو په تعلیمي نصاب کې د سوله‌یيزو موضوعاتو په زیاتولو، ځوانانو ته د کاري زمینو په برابرولو او په یوه ډول په ټولو د قانون په عملي کولو سره، با ثباته او دوامداره سولې ته زمینه برابره کړي.
  • موږ افغان ښځې د سیمه‌ییزو غیر مسئوولو وسله والو زورواکو له لوري له واک څخه د ناوړه استفادې د مخنیوي غوښتونکي یوو، چې د ناامنۍ اصلي لامل ګڼل کېږي او له حکومته غواړو، څو د قانون پر اساس دغه ډول وګړي سمدستي خلع سلاح کړي او ثبات او سولې ته زمینه برابره کړي.
  • د اسلامي نړۍ علماوو د فتوا پر اساس، د مسلمان پر وړاندې د مسلمان جګړه جواز نه لري. په همدې اساس موږ افغان ښځې د عامه افکارو په روښانولو کې د علمای کرامو د هڅو ملاتړ کوو او ترڅنګ یې له هغوی غواړو، چې د ارزښتونو، ملي او دیني هویت ته په پام د ملي یووالي پیاوړتیا، یو بل منل او د لانجو د حل لپاره د خبرو اترو له لارې لا نور زیار وباسي.
  • اساسي قانون زموږ ملي وثیقه او د ملي پېژندنې اساس دی، چې د هر وګړي د مدني، سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي حقونو تضمینوونکی دی. پر دې اساس، هغه سوله د منلو ده، چې د افغانستان د اساسي قانون او د یوې نیمې لسیزې لاسته‌راوړنو له خوندي کولو او ساتلو سره سمون ولري.
  • موږ افغان ښځې د منځمهاله حکومت د رامنځته کیدو هر راز ادعاوې په کلکه غندو او د رڼو او عادلانه ټولټاکنو له لارې د افغانستان اسلامي جمهوریت د ارزښتونو او نظام ساتنې غوښتنه کوو.
  • موږ افغان ښځې له حکومته غواړو، چې د امنیتي ځواکونو د شهیدانو له کورنیو او جګړه ځپليو ملاتړ وکړي او د ملاتړ کولو میکانېزمونو او د هغوی د اړتیاوو پوره کولو په موخه، جدي اقدامات ترسره کړي.
  • موږ ښځې د سولې په پروسه کې د هر راز پرمختګ د هرکلي تر څنګ، د افغان حکومت په رهبرۍ او د افغانانو په مالکیت (د ښځینه او نارینه‌وو په ګډون) پر بین الافغاني مذاکراتو جدي ټینګار کوو او له حکومته غواړو، څو د خپلې اصلي دندې لپاره، چې د سولې او امنیت ټینګښت دی، د خلکو د مختلفو اقشارو نظرونو ته په پام د اقتدار او عزت له دریځ څخه د سولې په مذاکراتو کې ګډون وکړي.
  • موږ افغان ښځې له کورنيو او بهرنيو رسنیو غوښتنه کوو، چې پر عامه افکارو او ژوند د جګړې د ناوړه او منفي اغېزو ترڅنګ، د افغانستان د خلکو د وروستۍ یوې نیمې لسیزې لاسته‌راوړنې او د سولې لپاره د ښځو ریښتنی غږ، په صادقانه او رښتیني ډول خپور کړي.
  • موږ افغان ښځې د ګاونډیتوب د اصل او متقابل احترام پر اساس، له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو غوښتنه کوو، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي او د افغانستان د سولې په بهیر کې د افغان حکومت په رهبرۍ او د افغانانو په مالکیت له سولې ملاتړ وکړي.
  • په داسې حال کې، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستو کې د نړیوالې ټولنې د هڅو ملاتړ کوو، همداراز هغوی مکلف ګڼو، چې د افغان حکومت په مشرۍ او د خلکو په مالکیت د سولې بهیر صادقانه ملاتړ وکړي.
  • موږ افغان ښځې دایمي سولې ته د رسېدو لپاره د ولسوالیو او کلیو په کچه ددغه ډول سوله غوښتونکو خوځښتونو د دوام او پراخېدو غوښتونکي یوو.
  • موږ افغان ښځې، د حکومت له مذاکره کوونکي پلاوي غواړو، چې د سولې بهیر په هره مرحله کې زموږ له برحقه او مشروع غوښتنو، کلکه دفاع وکړي او له هر هغه جوړجاړي ډډه وکړي، چې د ښځو لاسته راوړنې په‌کې پایمالېږي.

 

د یوې سریزې او پنځلسو مادو په لرلو سره دا پرېکړه لیک، چې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د ښځو نظریات او غوښتنې په‌کې بیان شوې دي، تأیید او تصویب دی.

ومن الله توکابل ـ پنجشنبه ۹ کب ۱۳۹۷