فرهنګ له لارې کولای شو په ټولنه کښې سوله راولو

۲۶ میزان ۱۳۹۷
Erorr
د ۱۳۹۶ کال د تلې میاشتې په ۲۶ نېټه، د هیواد لومړۍ مېرمنې دفتر د کلتوري او هنري کارونو څخه د ملاتړ په موخه، د کوتي باغچې په ماڼۍ کښې فرهنګي غونډه په لاره واچوله چې افغاني نقاشانو او فلم جوړونکو پکښې ګډون درلود.په دې غونډه کښې لومړۍ مېرمنې د یو ملت د ملي روحیې په ژوندي ساتلو کښې د هنر او فرهنګ ونډې په هکله هر اړخیزي ویناوې وکړې او ويي ویل چې نه یواځې د فرهنګي خپرونو په هکله کارونه تر سره شي، بلکه مونږ باید د هنري کارونو له لارې لکه فلم، نقاشي، موسیقي، هنر او ادبیاتو له لارې په هیواد کښې سوله رامنځته کړو.په دې غونډه کښې د ربابه محمدي افغانې انجلۍ چې معلوله ده او په خولې سره نقاشي کوي» نورو نقاشانو هم ګډون درلود او ژوندي کار یې کاوه. همداراز د افغاني فلم جوړونکو د فلمونو یوه برخه لکه: «ولسمشر ته لیک» د مېرمن رویا سادات، «نسیمه» د میرمن صحرا کریمي، «ایتوپیا» د میرمن ملالۍ ذکریا او یو سمبولیک فلم «آب» تر عنوان لاندې چې د ښکلو هنرونو پوهنځې یو زده کړیال له خوا جوړ شوی وو نندارې ته کېښودل شول.سربېره پر دې د افغان کوهنورد انجونو چې د پامیر پر غرونو يې تمرینونه تر سره کړي او همداراز هنر پالونکي افغانانو هم په دې غونډه کښې ګډون درلود.د غونډې میلمنو فرهنګي او کلتوري مسایلو ته پاملرنې په موخه د لومړۍ میرمنې دفتر کارونه وستایل.