د فرهنګي میراثونو ساتنه

۱۲ عقرب ۱۳۹۷
Erorr
د فرهنګي میراثونو د ساتنې ورځ نمانځنې په موخه د کابل ملي موزیم کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا یوه غون‌‌‌‌‌‌‌ډه په لاره واچول شوه. په دې غون‌‌‌‌‌‌ډه کې ښاغلي محمدرسول باوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د افغانستان فرهنګي میراثونو د ساتنې د ارزښت په هکله هراړخیزه وینا وکړه اوهمداراز په دې غون‌‌‌‌‌‌ډه کې د لومړۍمیرمنې پیغام د هغې مطبوعاتي چارو سلاکارې آغلې زهره یوسف له خوا ولوستل شو. لومړۍ میرمن په خپله وینا کې داسې ویلي: ''تاریخي اولرغوني ځایونو او آثارو په بیا جوړولو سره د خپل هیواد فرهنګ شتمن ساتې او افغانستان چې ٥٠٠٠ کلن تاریخ لري په صراحت سره ویلاي شو چې د نړۍ د تمدن مهد دی.''د غون‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډې په لړ کې دافغانستان لرغوني سکو خونه او د ملي موزیم چایخونه دملی موزیم رئيس تشریحاتو په ورکولو سره د ښاغلي باوري په شتون کې پرانیستل شوه او همدارنګه یوشمیر فرهنګیانو ته چې میرمن یوسف هم د هغوی له ‌‌‌‌‌‌ډلې څخه وه، فرهنګي ‌‌‌‌‌‌‌ډالۍ ورکړل شوې.