د سمپوزیم لومړني د فلمونو جشنواره د لومړ ۍ میرمنې دفتر له خوا په لاره واچول شو

۲۴ اسد ۱۳۹۷
Erorr
د ۲۰۱۸ کال سمپوزیم لومړنۍ د فلمونو جشنواره د کابل پوهنتون، ښکلي هنرونو په پوهنځي کې د لومړۍ مرمنې دفتر له خوا د لومړۍ میرمنې د سلاکارانو، یو شمیر سینما ګرانو، فلم جوړونکو، د ښکلي هنرونو پوهنځي استادان او زده کړیالانو په شتون کې په لاره واچول شوه.دا جشنواره د افغان ښځې پنځم سمپوزیم «افغان ښځې، مسئول ښاروندانې» تر پروګرام وروسته په لاره واچول شوه چې دې جشنواره ته فلم جوړونکې او آماتورانو خپل جوړ شوي فلمونه کاندید کړي وو. د نوماندو فلمونو له ډلې ۳ فلمونه جایزي وګټل او ۳ نور هم د ستایني وړ وپیژندل شول اوهمداراز په دې جشنواره کې ځینې سینماګران هم وستایل شول. د خپروني په پای کې د سولې لپاره موسیقی ډلي هم د ښکلي موزیک په غږولو سره هیوادالو ته د سولې او یو والي پیغام ورسول.