د سرطان په اړه د عامه پوهاوي لپاره د پلوشې عمري هڅو ستایل

۲۶ تله ۱۳۹۹
Erorr
د هېواد لومړۍ مېرمن جلالتمآب رولا (بي بي ګل) غني له سرطان سره د افغانستان د مبارزې بنسټ مدیره هیئت په حضور کې له پلوشې عمري او همکار یې عبدالعزیز پکتین سره وکتل. پلوشه عمري د ښاغلې پکتین په مرسته د سینې سرطان په اړه یو کتاب لیکلی چې د هغې په وینا، یاد کتاب د عامه پوهاوي جنبه لري، ترڅو ښځې له دې کتاب څخه په ګټنې پخپله د دې ناروغۍ معاینات وکړي او د دې وژونکې ناروغۍ تر خورېدو وړاندې احتیاطي تدابیر ونیسي. همداراز ښاغلي پکتین وویل، دا کتاب علمی اساسات لري او د دې کتاب د لیکلو لپاره یې له معتبرو نړیوالو علمي سرچینو څخه ګټه اخیستې ده. وروسته، د افغانستان د طبي عالي شورا ريئسې او د سرطان ضد مبارزې مدیره هیئت مشرې نسرین اوریاخېل د مېرمن عمري هڅې وستایلې او ژمنه یې وکړه، چې تر ارزونې وروسته به د دې کتاب په تکثیر کې لازمې هڅې وکړي او زیاته یې کړه، غواړي د آغلې عمري په مرسته هلمندي ښځو سره د سینې سرطان په اړه د عامه پوهاوي په برخه کې کار وکړي. همداراز سرطان سره د مبارزې بنسټ د مدیره پلاوي غړې د پلوشې عمري په لیدو خوښي څرګنده کړه او د هلمند په نا امنه ولایت کې د سرطان په اړه مېرمنو ته د عامه پوهاوي ورکولو لپاره یې د پلوشې عمري هڅې وستایلې. له بده مرغه لا تر اوسه هم ښځې د سینې سرطان په اړه له خبرو کولو او ډاکتر ته له تللو ډډه کوي، چې دغه وضعیت د سرطان د خورېدو او ان د مړینې لامل ګرځي. په پای کې، د هېواد لومړۍ مېرمن د آغلې عمري هڅې وستایلي او دا چې د هېواد په یوې ناامنه ولسوالۍ کې یې نوښت کړی، ترڅو له خپلو خویندو سره مرسته وکړي، د قدر وړ وبلل. د دې تر څنګ لومړۍ مېرمن وویل، د پلوشې عمري په څېر کسانو فعالیتونه موږ ته د یو هوسا افغانستان د رامنځته کېدو هیله مندي راکوي.