مېرمن نانسي هیتچ دوپري

۱۲ عقرب ۱۳۹۷
Erorr
د مېرمن نانسي هیتچ دوپري د مړینې له امله د هیواد لومړۍ مېرمنې د خواخوږۍ پیغام میرمن نانسي دوپري په کال ۱۹۲۷ کښې د نیویارک ښار په کوپرزټاون کښې زیږیدلې ده چې د برنارد پوهنتون څخه یې د لسانس او کلمبیا پوهنتون څخه یې خپله ماسټري د چیني هنر په برخه کښې تر لاسه کړي ده. چې د ویلیم پوهنتون او د افغانستان امریکایي پوهنتون له خوا یې افتخاري د ډوکټورا سندونه ترلاسه کړي دي.   مېرمن نانسي دوپري، افغانستان پیژندونکې وه چې خپل زیات عمر یې په افغانستان کښې تېر کړی او افغانستان یې خپل دوهم هیواد منلی وو. هغې د افغانستان د تاریخ او فرهنګ په هکله د مالوماتو په راټولولو سره ډیر زیار ګاللی او توانېدلې وه څو په کابل پوهنتون کښې د افغانستان د مالوماتو مرکز پرانیزي، چې د هیواد د ننني او راتلونکي نسلونو لپاره د مالوماتو ښه سر چینې ده. د ۱۳۹۶ کال د وږي میاشتې په ۲۱ نېټه په هغه غونډه کښې چې د میرمن دوپري د یادونې په اړه جوړ شوې وه، دولتي چارواکو د هغې په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې. په ریښتیا هم د افغانستان خلک به هیڅکله د مېرمن دوپري خدمتونه هیر نکړي او د دې لپاره چې نن زمونږ تر منځ نسته دا یو ستره فرهنګې او علمي ضایع ده. نانسي د افغانستان د خلکو یوه ریښتنې ملګرې وه.د هیواد لومړۍ مېرمن آغلې رولا (بي بي ګل) غني د مېرمن نانسي هیتچ دوپري، امریکایې افغانستان پیژندونکې د مړینې له امله د افغانستان اکادمیک او فرهنګي ټولنې سره خپل د خواخوږۍ مراتب شریکوي او د مېرمن دوپري د خدمتونو څخه چې د فرهنګي میراثونو په ساتنه او کابل پوهنتون کښې د افغانستان د مالوماتو، څیړنې او مطالعاتو مرکز جوړولو په برخه کښې یې کړي، مننه وکړه.