ښاغلي ولسمشر ته لیک

۹ عقرب ۱۳۹۷
Erorr
د ۱۳۹۶ کال د تلي میاشتې په ۲ نیټه، د لومړۍ مېرمنې مطبوعاتي سلاکارې آغلې زهره یوسف، د رویا فلم دفتر په بلنې سره د «ولسمشر ته لیک» د نامه لاندې د یو فلم نندارې کښې چې د طلوع تلویزیون په تلار کښې نندارې ته ایښودل شوی وو، ګډون وکړ. مېرمن رویا سادات په دې فلم کښې د دولت یوې ښخینه کارکوونکې د ژوندانه ترخه حقایق نندارې ته ایښي چې د هغې تر څنګ د افغاني ټولنې غمجن واقعیتونو ته انعکاس ورکړل شوی دی. یاد فلم د میرمن رویا سادات په کارګردانۍ او ښاغلې عزیز دلدار د سناریو تنظیمولو سره نندارې ته کښيښودل شو چې د دې فلم مرکزي رول د میرمن لینا علم په غاړه لري او ټاکل شوې چې دا فلم به د اسکار جایزې ته نوماند شي. د فلم تر نندارې مخ کښې مېرمن سادات د هغو ستونزو په هکله خبرې وکړې چې د دې فلم د جوړولو پر محال دوئ ورسره مخ وې او همداراز ويې ویل چې له بده مرغه په افغانستان کښې یو فرهنګي مرکز او یا هم معیاري سینما شتون نه لري خو د ټولو ستونزو سره سره دوئ وکولای شو چې دا فلم د آریانا په سینما کښې ننداري ته کښیږدي او د افغانستان د حکومت څخه یې غوښتنه وکړه څو سینما، هنر او فرهنګ ته دې ځانګړې پاملرنه ولري. په دې غونډه کښې د اطلاعاتو او فرهنګ نشراتي چارو مرستیال ښاغلي سانچارکي د میرمن سادات د خبرو په تاییدولو سره وویل چې په ریښتا هم په تیرو ۱۶ کلونو کښې فرهنګي او هنري چارو ته ځانګړي پاملرنه نه ده شوي که څه هم مونږ کولاي شو چې د سینما او تیاتر له لاري د ټولنې ترخه حقایق بیان کړو چې دا خپله د ټولنې په سمون کښې مهم رول لوبولاي شي.