موخه او لیدلوری
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس جلالتمآب اشرف غني د لوړې مراسمو په ترڅ کښې چې د ۱۳۹۳ هجری کال د تلي میاشتې په ۷ نیټه چې د ۲۰۱۴ د سپتامبر د ۲۹ نیټې سره سمون لري، له خپلې میرمنې څخه مننه وکړه او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د لمړۍ میرمنې د دفتر پرانیستلو ته یې اشاره وکړه. د لمړۍ میرمنې د دفتر د رامنځته کیدو پریکړه د جلالتمآب لمړۍ میرمنې د لیاقت او کاری شالید (د بې ځایه شوې خلکو او هغه افغان ماشومانو چې پر سړک کار کوي) په اساس رامنځته شو چې نوموړی دفتر به په ټولنیز او غیر سیاسی کړنو تمرکز ولري او په همدي اساس د افغانستان د اسلامی جمهوریت لمړۍ میرمنې دفتر د ۱۳۹۳ هجری کال د تلي میاشت چې د ۲۰۱۴ د اکتوبر میاشتې سره سمون لري پرانیستل شو.
لیدلوری
زمونږ لید لوری د یو هوسا افغانستان جوړول دي، چیرې چې ټول افغانان په تیره بیا میرمنې له کومي سمتې، نژادې او جنسې توپیرونو نه پرته د درنښت وړ وي.
مــوخــه
زمونږ موخه د نظارت او آسانتیاو د برابرولو له لاری ټول اړمند ولس ته د با کیفیته خدمتونو رسول دي.
د پام وړ برخې
لا اوس هم د افغانستان یوه ستره برخه د خپلو اساسي ضرورتونو پوره کولو توانایي نه لري. د دې دفتر غیر سیاسي ماهئیت ته په کتو سره، زمونږ د پام وړ برخې په لاندې ډول دي:
- مسلکي زده کړي او ظرفیت جوړونه
- د متشبثو، ښځو او ځوانانو تر منځ د نوښتونو هڅول
- با کیفیته روغتیایي، تعلیمي، قضایي او حقوقي خدمتونو ته د ټولو لاسرسي څخه اطمینان تر لاسه کول
- د ټولنیزې سولې دود ته وده ورکول او د ټولنو پیاوړي کول